د ریاست الوزراء اداري مرستیال چین کې د افغانستان له سفیر سره کتلي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال چین کې د افغانستان له سفیر سره کتلي سیاست
د افغانستان ډیپلوماټیک ماموریت د دې اړیکو لا پیاوړتیا په موخه هڅې کوي

ارګ وایي، چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په چین ولسي جمهوریت کې افغان سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي سره کتلي دي.

په دې کتنه کې ښاغلي کریمي ویلي، چې دا مهال د کابل او بیجینګ اړیکې په لوړه کچه روانې دي او د افغانستان ډیپلوماټیک ماموریت د دې اړیکو لا پیاوړتیا په موخه هڅې کوي.

د ښاغلي سفیر په وینا، په چین کې افغان سفارت هڅه کوي څو په دې هیواد کې مېشتو افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې هراړخیز قونسلي خدمتونه چمتو او وړاندې کړي.

دغه راز مولوي بلال کریمي زیاته کړه، چې چیني سوداګر او بېلابېل شرکتونه په افغانستان کې په مختلفو برخو ځانګړې توګه د کانونو استخراج، انرژۍ، ټکنالوژۍ او نورو برخو کې پانګونې ته لېواله دي.

په دې کتنه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغاستان او چین اړیکو ته په اشارې وویل، چې دواړه هیوادونه پیاوړې او تاریخي اړیکې لري او اسلامي امارت د دې اړیکو لا پراختیا غوښتونکی دی.

دغه راز ښاغلي حنفي په بیجینګ کې له افغان سفیر وغوښتل، څو د چین سوداګرو او پانګوالو ته د انرژۍ، کرنې، کانونو استخراج او ټرانزیټ په برخو کې د پانګونې بېسارو ظرفیتونو د معرفي کولو ترڅنګ هغوی وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

تړلي موضوعات