د شخصي زیانونو لپاره بې بنسټه اعتراضونه د منلو نه دي
د سټنډرډ ملي ادارې د ایراني چارواکو وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې که د بې ځایه نیوکو پرځای د کیفیت له اړخه د سوداګریزو توکو د ستونزو حل ته پاملرنه وشي، د دواړو هېوادونو اوسېدونکو په ګټه به وي.
دغې ادارې د ایران – افغانستان سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت څرګندونو ته په غبرګون کې چې ویلي یې و افغانستان د تیلو کیفیت معلومولو په برخه کې د تجربه لرونکو کسانو له کمښت سره مخ دی ویلي، چې دغې اداره کې د ماسټرۍ په کچه انجنیران په دندو بوخت دي او د تېلو کیفیت معلومولو ماشینونه یې هم د نړۍ له غوره کمپنیو وارد کړي دي.
دا غبرګونونه په داسې حال کې دي، چې د سټنډرډ ملي ادارې کارکوونکي د هېواد په بندرونو کې افغانستان ته ټول وارداتي توکي لابراټوار کوي، او هیواد ته د بې کیفیته توکو له واردولو مخنیوی کوي.