د امریکا کانګرس غړي: ټرمپ پر ایران برید سره قانون مات او باید تر څار لاندې ونیول شي

د امریکا کانګرس غړي: ټرمپ پر ایران برید سره قانون مات او باید تر څار لاندې ونیول شي نړۍ
د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید ته د کانګرس غبرګون

د امریکا کانګرس یو شمېر غړو د امریکا ولسمشر ټرمپ له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، ټرمپ د کانګرس له اجازې پرته پوځ په یو اړخیزه توګه جګړه کې ښکېل کړ.

د امریکا کانګرس غړې نانسي پلوسي ویلي، ټرمپ په دغو بریدونو سره اساسي قانون تر پښولاندې کړ.

بل‌خوا ډیموکراټ سناتور کریس کونز ویلي، د جګړې اعلان واک د کانګرس دی ټرمپ باید قانوني واک وغواړي.

هاوخوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو‌ګوترش هم د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید ته په غبرګون کې ویلي، «هغه څه چې وشول سیمه کې به کړکېچ نور هم زیات او نړېوال امنیت ته مستقیم ګواښ دی.»

نوموړي ویلي، که جګړه له کنټرول ووځي د سیمې او نړۍ لپاره به دردونکې پایلې ولري.

امریکا نن یکشنبه سهار د ایران په درېیو مهمو اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل.

تړلي موضوعات