ایران: د اټومي انرژۍ پراختیا پروسه به ونه دروي
د ایران په درېیو مهمو اټومي سایټونو د امریکا د نن سهار تر بریدونو وروسته د یاد هېواد اټومي انرژۍ سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، د ایران اټومي انرژۍ پراختیا به ونه درول شي.
یاد سازمان منلې، چې نن یکشنبه سهار د فردو، نطنز او اصفهان اټومي سایټونه د امریکا له لوري په نښه شوي.
ایران دغه بریدونه وحشیانه او د نړېوالو قوانینو په ځانګړي ډول د اټومي وسلو (NPT) معاهدې خلاف بللي.
د ایران اټومي سازمان په اعلامیه کې راغلي، دغه اقدام د اټومي انرژۍ نړېوال سازمان په همغږۍ شوی دی.