دیمیتري مدودوف: پر ایران برید سره امریکا سیمه کې نوې جګړې ته ننوتله
د روسیې ملي امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ پر ایران برید سره د امریکا لپاره نوې جګړه پیل کړه.
رویټرز خبري اژانس د نوموړي له قوله راپور کې ویلي، دغه بریدونه به د ټرمپ لپاره د نوبل جایزې ترلاسه کولو لپاره ستر خنډ وګرځي.
بلخوا د روسیې لېبرال ګوند ویلي، پر ایران د امریکا بریدونه له منونکي دلیل پرته ترسره شوي او د نړېوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
په ورته مهال د ایران بهرنیو چارو وزیر د امریکا بریدونه پوځي یرغل بللي په خبره یې غچ اخېستنه یې اوس د مېز پر سر ده.
ها خوا د ایران سپاه پاسداران ویلي، هغه هوایي ډګرونه یې معلوم کړي، چې امریکا پر ایران د بریدونو لپاره ترې استفاده کړې.