د اسلامي امارت سفیر په چین کې رسمي ډول دنده پیل کړه

د اسلامي امارت سفیر په چین کې رسمي ډول دنده پیل کړه سیاست
بلال کریمي او هونګ لې

د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي بلال کریمي نن چین هېواد کې په رسمي ډول دنده پیل کړه او د چین دولت له لوري د رسمي سفیر په توګه ومنل شو.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، چې بلال کریمي تېرې جمعې په ورځ د چین پلازمېنې بیجینګ ته رسېدلی و، چې نن یې په رسمي ډول دنده پیل کړه او د خپل باور لیک کاپي یې د چین د بهرنیو چارو وزارت تشریفاتو لوی رئیس هونګ لې ته وسپارله.

ښاغلی بلخي وايي، چې د چین تشریفاتو رئیس افغان سفیر ته ښه راغلاست ویلی او زیاته کړې یې ده، چې چین د افغانستان ملي حاکميت او د افغانستان د خلکو پرېکړو ته احترام لري او د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله نه کوي.

د یادونې وړ ده، چې تېرې وږي میاشتې په ۲۲ مه نېټه افغانستان لپاره د چین نوي سفیر هم کابل کې په رسمي ډول دنده پیل کړی و؛ چې اوس د دواړو لوریو تر منځ ډیپلوماټیکې اړیکې لوړې کچې ته رسېدلې دي.

تړلي موضوعات