د هېواد په ۲۶۰ لویو پوځي مرکزونو کې د قرانکریم د ختم، ترجمې او تفسیر دورې پای ته ورسېدې
د هېواد د ارشاد حج او اوقافو وزارت له لوري د هېواد په ۲۶۰ لویو پوځي مرکزونو او ملي راډيو ټلوېزیون کې د قران کریم د ترجمې، ختم او تفسیر دورې چې په زرګونو مجاهدینو په کې ګډون کړی وو پای ته ورسېدې.
د قرانکریم د ترجمې، ختم او تفسیر دغه دورې چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس په دغو مرکزونو او ملي راډيو ټلوېزیون کې په پښتو او دري ژبو د روژې په لومړۍ نېټه پپل شوې وې تېره ورځ د روژې په ۲۵ مه پای ته ورسېدې.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت د راتگ څخه وروسته دا درېیم ځل دی چې د روژې په مبارکه میاشت کې د هېواد په کچه په ټولو لویو نظامي مرکزونو او په ملي راډیو تلویزیون کې د ترجمې او تفسیر دورې تر سره کېږي.