تایوان کې د ریښتر په کچه ۷.۲ درجې زلزله شوې
رویټرز خبري اژانس د تایواني چارواکو په حواله ویلي، نن چهارشنبه په دې هیواد کې ۷.۲ درجې زلزله شوې، چې له امله یې د یو کس مړینه او د ۵۰ نورو ټپي کیدل تائید شوي دي.
د تایوان د اور وژنې ادارې د معلوماتو په اساس، دا په تیرو ۲۵ کلونو کې په دې هیواد کې تر ټولو قوي زلزله ده.
چارواکو زیاته کړې، چې د زلزلې په پایله کې شاوخوا ۲۶ ودانۍ نړیدلې او په لسګونو کسان پکې بند پاتې دي.
رویټرز زیاتوي، د دغې زلزلې ځواک دومره زورور و، چې د چاپان او فیلیپین حکومتونو خپلو اتباعو ته د سونامي د رامنځته کیدو په اړه خبرداری ورکړی دی.