له افغانستان سره د ترکمنستان بشري مرستې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم پیاوړې کړي

له افغانستان سره د ترکمنستان بشري مرستې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم پیاوړې کړي سیاست
له افغانستان سره د دې بنسټ له دایمې مرستو مننه کړې

د ترکمستان پلازمېنه عشق اباد کې افغان سفیر فضل محمد صابر د دې هېواد ملي رهبر قربانقلي بردي محمداوف خیریه بنسټ درېیمې کلیزې په مناسبت نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.

فضل محمد صابر د دې کنفرانس ګډونوالو ته په خبرو کې له افغانستان سره د دې بنسټ له دایمې مرستو مننه کړې.

ښاغلي صابر زیاته کړې، د ترکمنستان دغه نېک اقدامات به د دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي، انرژي او ټرانسپورټي اړیکو په برخه کې د پیاوړتیا لامل شي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په لاپیاوړتیا ټینګار کړی.

تړلي موضوعات