اسرائیلو لبنان کې د م.م پر څارونکو برید کړی

اسرائیلو لبنان کې د م.م پر څارونکو برید کړی نړۍ
له برید وروسته صحنه

رویټرز خبر ورکړی، چې اسرائیلو بې پیلوټه الوتکې د لبنان رمیش سرحدي سيمې ته څېرمه د ملګرو ملتونو پر څارونکو برید کړی، څو تنه یې ټپیان کړي.

رویټرز د دوو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې اسرائیلي برید د رمیش له سرحدي ښارګوټي بهر د ملګرو ملتونو د څارونکو پر یوه موټر ترسره شوی دی.

د لبنان رسمي خبري آژانس هم ويلي چې د ملګرو ملتونو د څارونکو يوه ډله نن سهار ۱۰ بجو پرمهال د اسرائيلي اشغالګرو د هوايي بريد ښکار شوې چې له امله يې ۴ تنه ټپيان شوي چې د يو تن حالت يې نازک دی.

د اسرائيلو پوځ بيا د لبنان په رميش سيمه کې د ملګرو ملتونو د څاورنکو(UNIFIL) افرادو په نښه کول رد کړي دي.

د غزې جګړې او هلته د اسرائيلي وحشتونو پر دوام، د لبنان او اسرائيلو ترمنځ سرحدي سيمې د تنشونو، جګړو، هوايي او توغنديزو بريدونو شاهده ده چې له امله يې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله هم اوښتې.

تړلي موضوعات