‏ روسیې او چین د غزې په اړه د امریکا پرېکړه لیک ویټو کړ

‏ روسیې او چین د غزې په اړه د امریکا پرېکړه لیک ویټو کړ نړۍ
پر اسرائیلو د حماس برید پکي غندل شوی و

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ونه شو کړلی چې د غزې په اړه د امریکا پرېکړه لیک تصویب کړي، چې د روس او چین له لوري ویټو شو.

د امریکا په دې پرېکړه لیک کې د بېړني او تلپاتي اوربند اړتیا ذکر شوې وه او د اکټوبر اوومه پر اسرائیلو د حماس برید پکي غندل شوی و.

مسکو واشینګټن په ریاکارانه نمایش تورن کړی او د دوی په باور په اسرائیلو فشار نه راوړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا ویلي، دغه پرېکړه لیک په شدت سره سیاسي بڼه لري او د غزې په جنوبي ښار رفح باندې چېرته چې ۱.۵ میلیونه فلسطینیانو پناه اخیستې، د اسرائیلو عملیاتو ترسره کولو لپاره په کې د شین او ګټور څراغ ملاتړ شوی دی.

بلخوا د چین استازي ژانګ جون ویلي، دغه پرېکړه لیک په یوه مبهم متن سره محوري موضوع چې اوربند دی څنډې ته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې امریکا درې ځلې په غزه کې د اوربند پرېکړه لیک ویټو کړی و.

تړلي موضوعات