د ا.ا د تعامل دروازې د ټولو هېوادونو پر مخ خلاصې دي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت له شارژدافیرې نتالیا کانتیوالا، د یاد هېواد له ځانګړي استازي پیتروزیلا او ورسره مل پلاوي سره کتلي دي.
په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره متوازنې اړیکې غواړي او د تعامل دروازې یې د ټولو هېوادونو پر مخ خلاصې دي.
ښاغلي متقي زیاته کړې، لوېدیځ هېوادونه کولای شي، د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر له اسلامي امارت سره تعامل ته را وړاندې شي او د افغانستان اړوند مسایل مخامخ مطرح کړي.
نوموړي په افغانستان کې د ایټالیا د ټولو هغو فعالیتونو هرکلی کړی، چې د افغانانو د هوساینې سبب کېږي.
بلخوا د ایټالیا شارژدافیرې په افغانستان کې د سفارت د فعالیتونو پراخولو هڅو یادونه کړې چې په خبره یې، ایټالیا د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو ترڅنګ په اقتصادي برخو کې هم له نړېوال بانک او خپلو شریکانو سره کار کوي، ترڅو د افغانستان اقتصادي ثبات ګټور ثابت شي.