علم او پوهه د یو هېواد د ځان بسیاینې لپاره بنسټ ګڼل کېږي

علم او پوهه د یو هېواد د ځان بسیاینې لپاره بنسټ ګڼل کېږي افغانستان
د پوهې وړانګې د هېواد هرې برخې ته ورسوي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدلسلام حنفي د نوي ښوونیز کال د پیل په مناسبت غونډه کې ویلي، یو ملت له تعلیم څخه پرته تل نورو ته محتاج وي. 

ښاغلي حنفي ویلي، علم او پوهه د یو هېواد د ځان بسیاینې لپاره بنسټ ګڼل کېږي او ژمن دي تر څو د پوهې وړانګې د هېواد هرې برخې ته ورسوي. 

نوموړي زیاته کړې، افغان ماشومانو ته باید د دیني زده کړو ترڅنګ د پراخو عصري او ټکنالوژيکي زده کړو برابرولو لپاره زیات کار وشي او د تېرو کلونو په پرتله په ۱۴۰۳ کال کې زیات زده کوونکي ښوونځیو ته جذب شي. 

بلخوا د پوهنې وزارت د سرچینو او اداري مرستیال مولوي صبغت الله وصل هم ویلي، د پوهنې په برخه کې د اسلام د پوهانو او د جيدو علماوو لارښوونو ته په پام د هېواد د بچيانو لپاره د متوازنو ښوونيزو خدماتو رسولو ته ژمن دي او دغې لارې ته به دوام ورکړي. 

په دغو مراسمو کې ګډون کوونکو مسئولینو ویلي، چې تېر کال په ټول هېواد کې تر ۱.۲ میلیونو زیات نوي زده کوونکي ښوونځیو ته جذب شوي وو.

تړلي موضوعات