هېواد یې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري
په کابل کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، اذربایجان او افغانستان د ګډو دیني، فرهنګي او تاریخي مشترکاتو ترڅنګ د یوه بل ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.
الهام محمدوف په کابل کې د اذربایجان سفارت پرانیستل د خپل هېواد لپاره یو تاریخي فرصت بللی ترڅو په ټولو برخو کې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري.
بلخوا د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال هم په کابل کې د اذربایجان نوی ماموریت د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا کې مهم او اغېزناک بللی دی.
محترم مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې ویلي، اسلامي امارت له اذربایجان سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا او د همکاریو زیاتوالي ته لېواله دی او تل یې د ناګورنو قره باغ په موضوع کې د اذربایجان له دریځه ملاتړ کړی او خپل دغه ملاتړ ته به دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت لېواله دی، چې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د اقتصادي پل حیثیت ولري، چې په همدې موخه د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو له لارې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار کوي.