د هېواد له موزیمونو څخه د کورنیو او بهرنیو لیدونکو شمېر زیات شوی
اطلاعاتو کلتور وزارت وایي، د تېر په پرتله د هېواد له موزیمونو څخه د کورنیو او بهرنیو لیدونکو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
یاد وزارت د غور ولایت د اطلاعاتو کلتور د رئیس مولوي عبدالحي زعیم له قوله ویلي، چې د دې ولایت په موزیم کې د کوشانیانو، غوریانو او مغولو د دورو ۲۵۰ قلمه اثار ساتل کېږي، چې هره ورځ یې لیدنې ته په لسګونو کسان راځي.
د یادونې ده، چې اطلاعاتو کلتور وزارت وړمه ورځ هم ویلي وه، چې سلګونو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د غزني ولایت له سیمه ییز موزیم څخه لیدنه کړې ده.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د غزني له موزیم څخه په روان کال کې ۲۷۱۲ تنو چې ۲۹۶ تنه یي بهرني سیلانیان وو لیدنه کړې.
دا مهال د غزني په موزیم کې ۱۵۰ قلمه اثار نندارې ته ايښودل شوي چې له اسلام څخه مخکي او را وروسته دورو پورې تړاو لري.
د يادونې وړ ده، چې د غزني ولایت موزيم په ۱۳۵۶ ھ ل کال کې جوړ شوی، چې د هېواد یو په تاریخي اثارو له بډايه موزيمونو څخه ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت په راتګ او د امنیت په ټینګښت سره هېواد ته بهرني سیلانیان هم رامات شوي او د هېواد له تاریخي ځایونو څخه لیدنې کوي.