د سفارتونو مسئولین دې له اړوند هېوادونو سره اړیکې لا پیاوړې کړي

د سفارتونو مسئولین دې له اړوند هېوادونو سره اړیکې لا پیاوړې کړي سیاست
افغانانو ته ښه خدمتونه او لازمې اسانتیاوې برابرې شي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په ازبکستان کې د افغانستان له سرپرست سفیر مولوي مغفورالله شهاب سره کتلي.

په دې کتنه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې د سفارتونو مسئولین دې له اړونده هېوادونو سره اړیکې لا پیاوړې کړي.

ښاغلي حنفي ويلي، ازبکستان او افغانستان په دیني، تاریخي او فرهنګي برخو کې ګډ مشترکات لري نو لازمه ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګولو ترڅنګ په هغه هېواد کې افغانانو ته ښه خدمتونه او لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

د یادونې ده، چې مغفور الله شهاب څه موده وړاندې په ازبکستان کې د افغانستان سرپرست سفیر په توګه وټاکل شو.

تړلي موضوعات