افغان او ایراني چارواکو په سیمه ییزو سیاسي پرمختګونو خبرې کړي

افغان او ایراني چارواکو په سیمه ییزو سیاسي پرمختګونو خبرې کړي سیاست
د افغانستان اړیکې مخ پر ودې تعریف او د ټولې سیمې په ګټه وبللې

په کابل کې د ایران سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي کاظمي قمي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره په دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې مخ پر ودې تعریف او د ټولې سیمې په ګټه وبللې.

همداراز په دې کتنه کې د سیمه ییزو پرمختګونو سربېره د دوحې وروستۍ ناستې په اړه هم معلومات ورکړل شول.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ د هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د دې وزارت له کارکوونکو په سره یوه ګډه ناسته کې ترراتلونکو شپږو میاشتو په هېواد کې په سیاسي او اقتصادې برخو کې د نویو زیري ورکولو خبر ورکړی دی.

تړلي موضوعات