چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي سیاست
د سیمه ییز اقتصادي اتصال او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې

د چین د بهرنیو چارو وزارت استازي په بیجینګ کې د افغانستان د اسلامي امارت له سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي سره کتنه کې ویلي، هیواد یې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی لري او په هیڅ ډول د دې هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي. 

په بیجینګ کې افغان سفارت ویلي، چې په دې کتنه کې له چین سره د سیاسي اړیکو پر پراختیا سربېره د سیمه ییز اقتصادي اتصال او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې. 

دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو کې چین افغانستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې لوړې کچې ته پورته کړې دي او افغانستان سره یې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې هم پراخې کړې دي.

تړلي موضوعات