په نږدې راتلونکي کې به تاشکند د اسلامي امارت سفیر ومني

په نږدې راتلونکي کې به تاشکند د اسلامي امارت سفیر ومني سیاست
له امو سیند څخه د نورو هېوادونو په څېر معقوله او مشروع استفاده وکړي

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف او ورسره مل پلاوي د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې ویلي، له افغانستان سره د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو په موخه به په نږدې راتلونکي کې په تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر ومني.

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د ازبکستان وزیر ویلي، ازبکستان ته له امو سیند څخه د افغانستان د استفادې درېځ ارزښت لري او هېواد یې چمتو دی چې د دغه کانال په تخنیکي برخه او همدا راز د اوبولګونې د عصري سیسټمونو په عملي کولو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي. 

بلخوا دې کتنه کې ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، د هېواد په شمال کې له امو سیند څخه استفاده د افغانانو د لسیزو ارمان و چې له امو سیند څخه د نورو هېوادونو په څېر معقوله او مشروع استفاده وکړي.

ښاغلي ملا برادر ډاډ ورکړی، چې په دې اړه باید هیڅ ګاونډی اندېښنه ونه لري.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او همدارنګه سیمه‌ییز اتصال په اړه هراړخیزې خبرې کړې دي.

تړلي موضوعات