ازبکستان افغانستان کې د برېښنا تولید او سمنټو فابریکې جوړولو کې پانګونه کوي

ازبکستان افغانستان کې د برېښنا تولید او سمنټو فابریکې جوړولو کې پانګونه کوي سیاست
په راتلونکي کې دغه اړیکې لا زیاتې پیاوړې شي

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند تېره ورځ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف، افغانستان لپاره د ازبکستان ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف او مل پلاوي سره کتلي.

ارګ په خپره کړې خبرپاڼه ویلي، چې په دې کتنه کې رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند د تاریخ په اوږدو کې د دواړو هېوادونو اړیکو ته په کتو هيله ښودلې، چې په راتلونکي کې دغه اړیکې لا زیاتې پیاوړې شي.

ښاغلي رئیس الوزراء د ازبکستان له لوري اقتصادي، کرنیزو، افغان – ټرانس او برېښنا په برخه کې پروژو ته په اشارې ویلي، چې د ازبکستان پلاوی دې له افغان لوري سره په همغږۍ خپلې چارې پیل کړي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د دغو پروژو چارې به په بشپړې همغږۍ او همکارۍ ترسره کړي.

بلخوا په دې کتنه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ویلي، افغانستان باید هيڅکله هم یوازې پرېنښودل شي په خبره یې، له افغانستان سره په اقتصادي او کرنیزو پروژو پلي کولو په برخه کې خپلو تجربو شریکولو ته لېواله دی.

نوموړي ویلي، هېواد یې غواړي، چې په افغانستان کې د سمنټو یوې فابریکې جوړولو، د ډبرو سکرو او ډبرو سکرو څخه د ۲۰۰میګاواټه برېښنا د تولید په پروژو پانګونه وکړي.

تړلي موضوعات