د جمهوریت چارواکی امریکا کې پر جنسي تېري تورن شوی
د امریکا فاکس ۵ خبري شبکې خبر ورکړی، چې د جمهوریت لوړ پوړی چارواکی محمد هارون حکیمي د امریکا ویرجینیا ایالت کې پر یوې ۲۷ کلنې ښځې باندې پر جنسي تېري تورن شوی دی او دمګړی زندان کې دی.
محمد هارون حکیمي تېره اداره کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین و.
د امریکا د ویرجینیا ایالت پولیسو تېره ورځ په دې تړاو ویلي، چې د جمهوریت دا چارواکی اوس په زندان کې دی او د دې تور په اړه ترې څېړنې پیل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې د تېرې ادارې چارواکي پر جنسي تېري تورن کېږي، بلکې له دې وړاندې هم ګڼ د جمهوریت چارواکي د جنسي تېري سربېره پر بېلابېلو جرمونو تورن شوي دي.