د درېیو ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکل شوي دي

د درېیو ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکل شوي دي سیاست
افغانستان ارګ

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لزوم دید له مخې کابل، دایکندي او نیمروز ولایتونو لپاره نوي والیان او میدان وردګ او پکتیکا لپاره نوي امنیه قومندانان ټاکل شوي دي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې د دایکندي ولایت مخکېنی والي ملا محمد امان عبید د کابل ولایت د والي په توګه، د کابل ولایت مخکېنی والي شیخ محمد قاسم خالد د نیمروز ولایت د والي په توګه او د نیمروز ولایت مخکېنی والي مولوي نجیب الله رفیع د دایکندي د والي په توګه ټاکل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند پر اېکس خواله رسنۍ د دې نویو ټاکنو خبر ورکړی او همدارنګه یې زیاته کړې، چې د میدان وردګو مخکېنی امنیه قومندان مولوي محمد شریف حلیمي د پکتیکا ولایت د امنیه قومندان په توګه او د پکتیکا مخکېنی امنیه قومندان مولوي عبدالقیوم هلال د میدان وردګ ولایت د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوي دي.

تړلي موضوعات