د م.م د سرمنشي راپور او ځانګړي استازي وینا ته د ا.ا غبرګون ښودلی

د م.م د سرمنشي راپور او ځانګړي استازي وینا ته د ا.ا غبرګون ښودلی سیاست
د سطحیت او پلویتوب پرځای د دقت او بې پرېتوب لاره خپله کړي

د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو سرمنشي راپور او د ځانګړي استازي وینا ته په غبرګون کې ویلي، ملګري ملتونه دې په خپلو راپورونو او چلند کې د سطحیت او پلویتوب پرځای د دقت او بې پرېتوب لاره خپله کړي.

د بهرینو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د راپور او امنیت شورا ته د سرمنشي ځانګړي استازي وینا چې په افغانستان کې د امنیت ټینګښت، د مخدره توکو بندول، د جبري راستنو شویو کډوالو هرکلی، د طبیعي پېښو پر وړاندې پر وخت مبارزه او نورو برخو کې د واقعیتونو ذکر مثبت ارزوي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې اسلامي امارت یاد راپور کې پر ذکر شوو بي اساسه تورونو، پېښو او موضوعاتو ته د قومي رنګ وركولو، د عامه نظم او قانون د انفاذ هڅو ته د بشري حقونو د سرغړاوي او خپلسرو اقداماتو نوم ور كولو او ورته نورو مواردو باندې شدید اعتراض لري او د دې سپارښتنه کوي، چې ملګري ملتونه دې په خپلو راپورونو او چلند کې د سطحيت او پلويتوب پر ځای د دقت او بې پرېتوب له لارو څخه استفاده وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، اسلامي امارت یو ځل بیا د ملګرو ملتونو سازمان تر څنګ د نړی له ټولو هيوادونو سره د ګډو ګټو تحقق، او اندېښنو ته د ځواب موندلو په پار د دین او ملي ګټو چوکاټ کې رغنده او هدفمند تعامل ته پر خپلې ژمنتیا ټينګار كوي.

تړلي موضوعات