د کاسا زر پروژې د کارونو د پیل تړون لاسلیک شوی

د کاسا زر پروژې د کارونو د پیل تړون لاسلیک شوی سوداګرۍ او اقتصاد
د ۲۰۲۶ کال تر پایه به دغه پروژه بشپړه شي

د بهرنیو چارو وزارت سلاکار شفیع اعظم په ایکس پاڼه ویلي، د کاسا زر پروژې د برښنا د انتقال پروژې تړون لاسلیک شوی او ډیر ژر به یې کارونه پیل شي.

ښاغلي اعظم زیاته کړې، چې د نړیوال بانک په مالي مرسته د دې پروژې د کارونو د پیل تړون تیره ورځ د افغانستان، قرغزستان، تاجکستان او پاکستان هیوادونو د استازو تر منځ لاسلیک شو. 

نوموړي ویلي، چې د دې پروژې کارونه به د افغانستان په خاوره کې د روان کال د اپریل په میاشت کې پیل شي، چې ټاکل شوې د ۲۰۲۶ کال تر پایه به دغه پروژه بشپړه شي. 

د یادونې وړ ده، چې د نړیوال بانک له لوري د ۱.۲ میلیارده ډالرو په ارزښت د کاسا زر دغه پروژه کې د مرکزي اسیا له دوه هیوادونو څخه برښنا افغانستان او له دې پاکستان ته تیریږي.

تړلي موضوعات