د اسرائیلو له لوري فلسطین کې د نویو مېشت ځایونو جوړول پر فلسطیني ځکمو ښکاره تېری دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د صهیونستي اشغالګرو له لوري د فلسطین په لوېدیځه غاړه«الضفة الغربیة» کې د ۳۵۰۰ نویو مېشت ځایونه پرېکړه په کلکو ټکوغندلې.
یاد وزارت په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، اسلامي امارت اسرائیلو له لوري دغه ناوړه اقدام د فلسطیني ځمکو د اشغال په لړ کې یو بل ښکاره تېری بولي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اسلامي امارت د فلسطین خاوره د هغوی(فلسطینیانو) قانوني حق بولي او د اسرائیلو له لوري دغه ډول ظالمانه اقدامات او په غزه کې روانه نسل وژنه د نه جبرانېدونکو عواقبو او په سیمه کې د بې ثباتۍ عامل ګڼي.
د بهرنیو چارو وزارت پر نړېوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو غږ کړی، چې په ګډه د دې ناورین د مخنیوي لپاره په بېړه لاس په کار شي او په دې برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي، تر څو د فلسطین د مظلوم ولس د ټول وژنې، د ځمکو غصب او په سیمه کې د وضعیت د لا بحراني کېدو او بې ثباتۍ مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلو پرېکړه کړې چې د فلسطین په لوېديځه غاړه کې ۳۵۰۰ نوي مېشت ځایونه جوړ کړي، چې د اسرائیلو دې پرېکړي د یو شمېر هېوادونو تند غبرګونونه راپارولي دي او دغه کړنه یې غندلې ده.