المان دې افغان کډوال په جبر له خپل هېواده نه باسي

المان دې افغان کډوال په جبر له خپل هېواده نه باسي سیاست
د افغانستان حقایق لیدل او د المان پارلمان ته رسول یاده کړې

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد د المان د پارلمان او د افغانستان په اړه د المان د پارلمان دوو څارونکو کمېسیونونو پخواني ستر سلاکار هنس دوبه سره کتلي دي.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، عبدالرحمن راشد الماني پلاوي ته د عمومي عفوي په اړه د اسلامي امارت رهبر د فرمان په بشپړ ډول پلې کېدو ډاډ ورکړی دی.

ښاغلي راشد په دې کتنه کې د المان له حکومت څخه غوښتي، چې افغانان په جبري توګه و نه باسي او اسلامي امارت له هغو کسانو چې په خپله خوښه هېواد ته راستنېږي هرکلی کوي.

په دې کتنه کې ښاغلي دوبه افغانستان ته د خپل سفر موخه له نږدې د افغانستان حقایق لیدل او د المان پارلمان ته رسول یاده کړې.

نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې له بدلون وروسته زرګونه کسانو المان ته پناه وړې ده، هغوی وايي ژوند یې له خطر او ګواښ سره مخ دی، چې د دغو کډوالو له ډلې به یې ځینې قبول شي، خو ځینې نور ښایي بیرته کابل ته وګرځول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په چارو کې د المان پارلمان مخکیني سلاکار هانس دوبه کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت له نورو چارواکو په ځانګړې توګه د کور او ښارجوړولو وزیر سره هم کتلي دي.

تړلي موضوعات