د صنعت او سوداګرۍ وزیر د قرغزستان له لوړ پوړي سوداګریز پلاوي سره کتلي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نورالدین عزیزي د دې وزارت وزیر تېره ورځ ناوخته د قرغزستان د سوداګرۍ له وزیر او په کابل کې د قرغزستان له سفیر او مل پلاوي سره کتنه کړې.
د یاد وزارت د خبرپاڼې په اساس، په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې د فعالیت د پیل، د کانونو په برخه کې پر پانګونې، د برېښنا تولید، د انرژۍ د لېږد کیبلونو او په افغانستان کې د کاماز موټرو د څانګې په فعالیت خبري کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت په بیا حاکمیت سره د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې مخ په ډېرېدو دي چې په ترڅ کې یې دوه ورځې وړاندې په ترکمنستان کې د افغان – ترکمن ګډ نندارتون جوړ او پکې تر اووه ټنو پورې افغاني تولیدي توکي پلورل شوي او د یو شمیر نورو قراردادونه تر لاسه شوي دي.