د افغانستان او ایران ګډ نندارتون؛ د دواړو هېوادونو محصولات او تولیدات پکې نندارې ته اېښودل شوي
په پلازمېنه کابل کې د انټرکانټیننټال ملي او نړېوال نندارتون کې د افغانستان او ایران محصولات او تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.
په دې نندارتون کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولینو ویلي، چې ایران ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر وروستي سفر پر مهال د شویو هوکړو په اساس به د دواړو هېوادونو ترمنځ په تجارتي بیلانس کې توازن او اسانتیاوي رامنځته شی.
د یادولو ده، چې د انټرکانټنینټال ملي او نړېوال ګډ نندارتو تېره ورځ پیل شو چې په ۶۴ غرفو کې د افغانستان او ایران محصولات او تولیدات نندارې ته اېښودل شوي چې درې ورځې نور به هم دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې هم د افغان ترکمن ګډ نندارتون ترسره شو، چې په دې نندارتون د افغانستان محصولات او تولیدات د نړیوالو د خوښې وړ وګرځېدل.