د سیاسي کمېسیون په ناسته کې د سیمي او نړۍ په وروستیو تحولاتو خبرې شوي

د سیاسي کمېسیون په ناسته کې د سیمي او نړۍ په وروستیو تحولاتو خبرې شوي سیاست
د مثبت تعامل په پراختیا څرګندونې وشوې

د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون ناسته کړې. 

د ارګ له لوري په دې تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د وروستیو پرېکړو او کړنو د ارزونو ترڅنګ د سیمې او نړۍ په وروستیو تحولاتو هم خبرې شوې دي. 

په ورته مهال خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې ناسته کې له ځینو هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړيکو پر پياوړتیا او د مثبت تعامل په پراختیا څرګندونې وشوې. 

ارګ ویلي، چې د سیاسي کمېسیون په دغه ناسته کې د یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه هم لازم تصمیونه نیول شوي دي.

تړلي موضوعات