وو وي چینایي لوژستیکي کمپنۍ په افغانستان کې مجهز مرکزونه جوړوي
په چین کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر مولوي اسدلله بلال کریمي د وو وي په نوم چینایي لوژستیکي کمپنۍ له عمومي رئیس هونګ مینګ فنګ سره کتلي دي.
په دې کتنه کې د یادې کمپنۍ مشر ویلي، دا مهال په تاشکند او ګرجستان کې د ازادې سوداګرۍ د پراختیا په موخه مجهز لوژستیکي مرکزونه لري چې غواړي اوس د افغانستان په حیرتان او مزارشریف کې هم د ورته مرکزونو په جوړولو کې پانګونه وکړي.
نوموړي ویلي، د چین او افغانستان ترمنځ د افغاني او چینایي مالونو د انتقال په برخه کې د لازمو اسانتیاوو برابرولو کې مرستې ته چمتو دی.
بلخوا په دې کتنه کې د اسلامي امارت سفیر په اړوند برخو کې د یادې کمپنۍ مشر ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت د مالونو د انتقال، د هلیزونه متنوع، لنډ، ارزانه او په منظم او سنجیده ډول استفادې ته ترجیح ورکوي.
د یادونې ده، چې وو وي چینایي لوژستیکي کمپنۍ له چین څخه روسیې او اروپا ته د ریل له لارې د انتقالاتو په برخه کې فعالیت کوي.