په افغانستان کې پانګونې ته ورځ تر بلې د بهرنیو کمپنیو لېوالتیا زیاتېږي

په افغانستان کې پانګونې ته ورځ تر بلې د بهرنیو کمپنیو لېوالتیا زیاتېږي سوداګرۍ او اقتصاد
د دغې معدن په برخه کې په افغانستان کې پانګونه وکړي

د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې یوه روسي پانګوال د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې د لیتیم کان استخراج کې د پانګونې لپاره چمتوالی ښودلی.

یاد وزارت ویلي، دغه سوداګر په روسیه کې د لیتیم استخراج په برخه کې د یوې لویې او پرمختللې کمپنۍ مالک دی، چې اوس غواړي د دغې معدن په برخه کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم وزیر د یاد پانګوال له پروګرام څخه ملاتړ کړی او کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته یې د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په انګلستان کې مېشتو افغان پانګوالو هم له شیخ شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې د افغانستان په معدني سرچینو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې.

تړلي موضوعات