له شبرغان څخه مزار ته د ګازو نل لیکې چارې ۶۳ سلنه بشپړې شوې
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، له شبرغان څخه تر مزار شریف ښار پورې د ګازو نل لیکې د جوړېدو چارې ۶۳ سلنه بشپړې شوې او پاتې چارې به یې ډېر ژر بشپړې شي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د ګازو دغه نل لیکه ۹۵.۵ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د رغولو لپاره یې اسلامي امارت ۶۰۹ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده.
یاد نل لیکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱.۵ میلیونه متر مکعبه ګازو د لېږد وړتیا لري، چې د رغولو چارې یې له نړېوالو معیارونو سره سم د افغان انجنیرانو له لوري پر مخ وړل کېږي.
له دغو ګازو څخه به په مزار شریف ښار کې د برېښنا، غضنفر پاور، د ښيښو جوړونې کارخونې او په صنعتي پارکونو کې ترې ګټه واخیستل شي، چې افغانستان به د ځان بسیاینې خواته نږدې کړي.
اوس مهال د شبرغان د ګازو له څاه ګانو څخه په ورځني ډول ۶۵۰ زره متر مکعب ګاز استخراج کېږي، چې د اقچې او شبرغان ښار کې د کورونو تر څنګ بیات پاور، برېښنا او په نور بېلابېلو برخو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.