افغان او ترکمن چارواکي پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي مسایلو غږېدلي
د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي، چې کتنه کې دواړه لوري د افغانستان او ترکمنستان پر دوو اړخیزو اړیکو، په ځانګړې توګه پر اقتصادي مسایلو او د لویو پروژو په اړه غږېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې مولوي امیرخان متقي تېره ورځ د افغانستان لپاره د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف سره هم کتلي و او پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو سربېره یې په سیمه ییزو او نړېوالو مسایلو بحث کړی و.