د وروستیو اورښتونو او سړې هوا له کبله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د وروستیو اورښتونو او سړې هوا له کبله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې افغانستان
۵۲۵۳ څاروي هم تلف شوي دي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د روانې کب میاشتې له ۱۰ مې څخه تر ۱۲ مې نېټې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د واوري، باران او سړې هوا له کبله څلور تنه مړه شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.

د یاد وزارت ویاند مولوي محمد عبدالله جان سایق ویلي، په ټوله کې د کب میاشتې له لومړۍ تر اوسه په ټول هېواد کې د واورو، بارانونو او سړې هوا له کبله ۲۰ تنه مړه او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي سایق زیاته کړې، په دې موده کې ۴۵۳ کورونه په کلي او جزي ډول هم ویجاړ شوي او ۵۲۵۳ څاروي هم تلف شوي دي.

نوموړي ویلي چې د ملي او نړیوالو مؤسیساتو په مرسته یې تر دې مهاله تر ۸ زرو زیاتو کورنیو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې رسولې او دا لړۍ لا هم دوام لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو څو ورځو کې هم د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د واورې او بارانونو اټکل کړی دی.

تړلي موضوعات