کندهار کې اورښتونو له امله ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کندهار امنيه قومندانۍ وياند ملا اسدالله جمشید حریت نیوز ته وايي، چې د وروستيو اورښتونو پر مهال په کندهار ښار او ولسواليو کې ۲۳۸ کورونه نړېدلي دي.
د ښاغلي جمشید په خبره د مالي زيانونو ترڅنګ ځاني زيان هم اوښتی چې دوه ماشومان شهیدان شوي او درې نور ټپيان شوي دي، چې روغتيايې حالت يې د ډاډ وړ دی.
د دې ولایت مسؤلین زیاتوي، چې کندهار کې د وروستيو اورښتنو له امله کوچيانو او راغلو کډوالو ته زيات مالي زيان اوښتی دی.
د یادونې وړ ده، چې دې ولایت کې امنیتي ځواکونه د زیانمنو هېوادوالو مرستې ته ورغلي، چې تېره ورځ هوايي ځواکونو د چورلکې په مرسته هغه دوه تنه هېوادوال هم وژغورل چې د کندهار ښورابک ولسوالۍ کې په سېلاب کې بند پاتې وو.