همکار بنسټونه په افغانستان کې خپلې چارې له اصولو سره سمې پر مخ وړلی شي

همکار بنسټونه په افغانستان کې خپلې چارې له اصولو سره سمې پر مخ وړلی شي افغانستان
افغان بنسټونو سره خپلې مرستې لا پراخې کړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر جینواکال بین المللي مؤسسې له عمومي رئیس الن دلیتروز، د دغې موسسې د نړېوالو اړیکو له مسؤل الکساندر مونافو او په افغانستان کې د جنیواکال مؤسسې له مسؤل فهد عباسي سره کتلي.

په دې کتنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، د اسلامي امارت اړوند ادارې به له جینواکال سره خپله همکاري پراخه او د لا غوره فعالیت زمینه به ورته برابره کړي.

مولوي عبدالکبیر د دغې مؤسسې مسؤلینو ته ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت په افغانستان کې له اصولو سره سم ټولو همکارو بنسټونو ته د ازادنه فعالیت اجازه ورکوي.

بلخوا په دې کتنه کې د جینواکال مؤسسې رئیس الن دلیتروز ویلي، له اوږدې مودې راهیسي له اسلامي امارت سره په تماس کې دي او ورسره همکاري لري.

نوموړي زیاته کړې، دوی په افغانستان کې له یو شمېر پوځي او ملکي ادارو سره له نږدې همکاري کوي او پلان لري، چې له اړونده افغان بنسټونو سره خپلې مرستې لا پراخې کړي.

تړلي موضوعات