د ترکمنستان ملي رهبر؛ له افغانستان څخه بشپړ اطمنان لري

د ترکمنستان ملي رهبر؛ له افغانستان څخه بشپړ اطمنان لري سیاست
دواړه لوري به ترې په ښه ډول ګټه واخلي

د ترکمنستان ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف د افغانستان بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کې ویلي، چې اوس مهال له افغانستان څخه بشپړ ډاډ او اطمینان لري او ورسره به د ګازو او برېښنا لېږد برخو کې همکاري کوي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل پر خپله اېکس پاڼه کاږلي، چې افغان وزیر ترکمنستان ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ د ترکمنستان ملي رهبرته په افغانستان کې دامنیت،ثبات، پانګونې اوټرانزیټ برخو کې د نوو فرصتونوپه اړه معلومات ورکړي.

ښاغلي متقي زیاته کړې ،چې دواړه هېوادونه توانېدلي چې په ګڼو برخو کې ښه پرمختګونه وکړي او له بردي محمدوف څخه یې مننه کړې چې افغانستان سره د همکاریو او ښو اړیکو ته ځانګړې پاملرنه لري.

خبر کې وړاندې راځي، چې له بل لوري بیا د یاد هېواد ملي رهبر ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د سوداګرۍ ګڼو برخو کې  آسانیاوې رامنځ ته کوي او ویلي یې ، چې دوی اوس مهال له افغانستان څخه بشپړ اطمینان لري او دغه هېواد ته د ګازو ، برښنا لېږد او د رېل پټلۍ پراختیا ته ځانګړی پام لري.

 ښاغلي محمدوف په راتلونکي اوونۍ کې د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې د افغاني توکو نندارتون تاریخي او ډېر مهم یاد کړی او ټینګار یې کړی چې دواړه لوري به ترې په ښه ډول ګټه واخلي.

تړلي موضوعات