د حوت لسمه د دوحې تاریخي تړون ورځ؛ له دوحې تړون څلور کاله وروسته افغانستان
نن د حوت لسمه د دوحې تړون څلورمې کالیزې سره برابره ده؛ څلور کاله وړاندې افغانستان اسلامي امارت او امریکا یرغلګر هېواد تر منځ د دوحې تړون هوکړه لیک لاسلیک شو.
سیاسي شنونکي وايي، کله چې امریکا او ملګري ناټو هېوادونه یې افغانستان کې له بې ساري نظامي شکست سره مخ شول او اسلامي امارت ځواکونو پر وړاندې یې خپل قوت له لاسه ورکړ، نو غوښتل یې چې ژر د ځان ایستلو او د اوږدې جګړې پای ته رسولو لپاره یوه سیاسي لار رامنځته کړي.
د شنونکو په خبره، چې امریکا لا نورې ماتې او نړېوال سټېج کې لا زوال مخنیوي په موخه اړه شوه، چې د دوحې تړون وکړي او افغانستان کې پر خپله نظامي او سیاسي ماته اعتراف وکړي.
د دې تړون مهم ټکي د اشغال پای ته رسول، د اسلامي امارت پر مشرانو بندیزونه لرې کول او افغانستان خاوره د چا پر ضد نه استعمالول وو.
څلور کاله وروسته اوس افغانستان یو ځواکمن اسلامي نظام لري، چې اسلامي امارت لا هم د دوحې تړون ته ژمن پاتې شوی دی. د سیاسي چارو پوهان وايي، چې امریکا د دوحې تړون په سلګونو ځله نقض کړی او دې تړون ته ژمنتیا نه لري.
افغانان د دوحې تړون د اشغال د خاتمې تړون په نوم یادوي او پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ پیلامه یې ګڼي. بلخوا د سیاسي چارو کارپوهان دا تړون د امریکا او ناټو د نظامي او نړېوال سټېج کې د دوی د سیاسي زوال پیل ګڼي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان اسلامي امارت چارواکي امریکا ته ور یادوي چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او د تړون له مخې پر افغانستان او اسلامي امارت پر مسؤلینو بندیزونه پای ته ورسوي.