د افغانستان قضیه امریکا پورې اړه نه لري

د افغانستان قضیه امریکا پورې اړه نه لري سیاست
د افغانستان قضیه د افغانانو موضوع ده او په امریکا پورې اړه نه لري

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د امریکا دبهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، په افغانستان کې د بشر حقونه تر بل هر وخت خوندي او اسلامي امارت ورته رسېدنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان ښځو اقتصادي پياوړتیا لپاره په یوه غونډه کې په افغانستان کې دبشري حقونو په نقض اندېښنه ښودلې ده.

مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، د افغانستان قضیه د افغانانو موضوع ده او په امریکا پورې اړه نه لري.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، د بشر حقونو په برخه کې د امریکا څېره په غزه کې ټولو ته ښه معلومه ده چې د اسرائیلو له جنایت څخه ملاتړ کوي او په غزه کې د جګړې دوام غواړي او له اوربند سره مخالف دي.

نوموړي همداراز ویلي، امریکا د افغان ښځو په غم کې نه ده بلکې په دې ډول د اسلامي امارت پر وړاندې بهانې لټوي په خبره یې، که له امریکا سره د افغانستان د اقتصاد او افغانانو  ژوند غم وي بیا یې ولې د افغانستان سرمایه له کلونو راهیسې کنګل کړې ده.

د اسلامي امارت ویاند ویلي، امریکا د تل د خپلو ګتو او منافعو په لټه کې ده دا هغه واقعیتونه دي چې باید هېوادوال یې درک کړي. 

تړلي موضوعات