د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د تور غونډۍ بندر ستراتيژيک حیثیت لري

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د تور غونډۍ بندر ستراتيژيک حیثیت لري سیاست
حمل نقل په برخه کې اړیکې د پراختیا په حال دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د ټرانسپورټ په چارو کې د وزیرانو شورا مرستیال محمدچکي ییف سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د انتقالاتو پر زیاتوالي، د تور غونډۍ بندر کې د رېل پټلۍ ظرفیت لوړولو او ترکمنباشي بندر کې افغان سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د تور غونډۍ بندر ستراتيژيک حیثیت لري او دواړه هېوادونه هم د لویې لارې او هم د اوسپنې پټلۍ له لارې یو بل سره وصل شوي دي. 

امیرخان متقي ویلي، د افغانستان حکومت چمتو دی چې د ترکمنستان په پانګونه د تور غونډۍ بندر ظرفیت لوړ کړي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت او ټرانزیټ کچه لوړه شي. 

بلخوا په دې کتنه کې د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د نورو برخو ترڅنګ حمل نقل په برخه کې اړیکې د پراختیا په حال دي.

چکي ییف زیاته کړې، په نژدې راتلونکي کې چې د افغانستان او ترکمنستان د رېل پټلۍ ادارو ترمنځ قرارداد لاسلیک شي او ترکمن لوری به تور غونډۍ کې د رېل پټلۍ سټېشن د ظرفیت لوړولو رغنیزې چارې پیل کړي. 

نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې هېواد یې چمتو دی د اړتیا وړ تخنیکي معلوماتو له ترلاسه کولو او توافق وروسته د تور غونډۍ د اوسپنې پټلۍ پر سټېشن پانګونه وکړي.

تړلي موضوعات