هنګري هم له ناټو سره د غړیتوب لپاره د سویډن وړاندیز تصویب کړ

هنګري هم له ناټو سره د غړیتوب لپاره د سویډن وړاندیز تصویب کړ نړۍ
غړیتوب په موخه وروستی خنډ هم لرې شوی دی

ایرنا خبري اژانس خبر ورکوي، چې له ترکیې وروسته هنګري هم پرون په ناټو کې د ګډون لپاره د سویډن وړاندیز تایید کړی دی. 

یادې رسنۍ ویلي، چې د هنګري په تصویب سره له ناټو سازمان سره د سویډن د غړیتوب په موخه وروستی خنډ هم لرې شوی دی. 

دوه کاله وړاندې سویډن په ناټو سازمان کې د غړیتوب لپاره وړاندیز وکړ، چې د یاد سازمان د دوه غړو ترکیې او هنګري لخوا ونه منل شو او له امله یې ترې دمه په ناټو سازمان کې د سویډن غړیتوب ځنډول شوی و.

تړلي موضوعات