د ا.ا.ا د بهرني سیاست یوه اساسي موخه اقتصاد محوري ده

د ا.ا.ا د بهرني سیاست یوه اساسي موخه اقتصاد محوري ده سیاست
په سیمه ییز اقتصاد اتصال تمرکز لري

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ترکمنستان هېواد ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د وزیرانو شورا له مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان پر دوو اړخیزو اړیکو، په عشق اباد کې د افغانستان د دیپلوماتیک حضور د سطحې لوړولو، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل، هرات ولایت ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا زیاتوالي، لاجوردو لاري احیا، د افغانستان د رېل پټلۍ پر پراختیا او د پانګونې په تړاو هراړخیزې خبرې شوي.

په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، د اسلامي امارت د بهرني سیاست یوه اساسي ستن اقتصاد محوري ده، چې په سیمه ییز اقتصاد اتصال تمرکز لري.

ښاغلي متقي ویلي، د افغانستان د لویو لارو او ریل پټلیو جوړول ورته لومړیتوب لري او ترکمن لوری یې هڅولی، چې د تورغونډۍ – هرات ښار او اندخوی – شبرغان ښار پر لور تر مزار شریف ښار پورې د ريل پټلۍ لیکې غځولو په برخه کې پانګونه وکړي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي کار د پیل لپاره هر اړخیز چمتووالی نیول شوی دی.

په دې کتنه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف له افغانستان سره د دې هېواد د سوداګرۍ زیاتوالی ستراتیژيک لومړیتوب وباله او په خبره یې، د دواړو لورو ټیمونه به کار وکړي چې ترکمنستان ته د افغان سوداګرو او ټرانسپورټي پرسونل تګ راتګ کې اسانتیاوې رامنځته شي. 

تړلي موضوعات