د تیرو دوو کلونو په جګړه کې ۳۱ زره اوکرایني پوځیان وژل شوي

د تیرو دوو کلونو په جګړه کې ۳۱ زره اوکرایني پوځیان وژل شوي نړۍ
د ځوابي برید نوی پلان چمتو کړی دی

اوکرایني چارواکو پر دې هیواد د روسیې د یرغل له دوه کلونو تیریدو وروسته پوځ ته د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات خپاره کړي دي. 

ویلادیمیر زیلینسکي د اوکراین ولسمشر تازه ویلي، چې د تیرو دوه کلونو جګړې راهیسې د روسیې په بریدونو کې ۳۱ زره اوکرایني پوځیان وژل شوي دي. 

د الجزیرې د خبر له مخې د اوکراین ولسمشر په دې اعتراف کړی، چې د روسیې پر ضد یې د تیر کال د برید پلان ناکام شوی او چارواکو د ځوابي برید نوی پلان چمتو کړی دی. 

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر روسي چارواکو ادعا کړې، چې پر اوکراین د جګړې له پیل راهیسې په دې جګړه کې شاوخوا ۱۵۰ زره اوکرایني سرتېري وژل شوي دي.

تړلي موضوعات