: یو شمېر ولایتونو کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو
په هېواد کې د پسرلي فصل په رانږدې کېدو سره په یو شمېر ولایتونو کې د نیالګیو کینولو کمپاین هم پیل شوی دی.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، د پسرلي په رانږدې کیدو سره د فاریاب، بادغیس، بدخشان او کندهار ولایتونو د ځایي مسئولینو له لوري د نیالګیو ایښودلو کمپاین پیل شوی دی.
د یاد وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعفین ویلي، د کابل په بیلابیلو سیمو کې یې هم ۲ لکه ۸۰ زره نیالګي د کېنولو لپاره چمتو کړي دي.
د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې داسې مهال د نیالګو کېنولو کمپاین پیلېږي، چې هر کال په ګرمسېره ولایتونو کې د نیالګیو کېنولو کمپاین د کب په ۱۰ مه او په سرد سيره ولایتونو کې د کب په ۱۵مه نیټو پیلېږي.