پکتیا ولایت کې یې نږدې ۴۳۶ قلمه تاریخ تېره توکي راټول کړي

پکتیا ولایت کې یې نږدې ۴۳۶ قلمه تاریخ تېره توکي راټول کړي افغانستان
د څارنې پرمهال راټول کړي دي

د خوړو او درملو ملي ادارې د پکتیا ولایت د خوړو او درملو ادارې رئیس ډاکټر عبدالرحیم عمري له قوله راپور ورکوي، چې په دې ولایت کې د څارونکو ټیمونو له لوري په تېره یوه میاشت کې نږدې ۴۳۶ قلمه بېلابېل ډوله بې کیفیته او غیر معیاري خوراکي توکي او درمل راټول شوي دي. 

د پکتیا ولایت د خوړو او درملو ادارې رئیس ډاکټر عبدالرحیم عمري ویلي، دغه اندازه تاریخ تېره توکي یي له ۱۰۸ بابه خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې پرمهال راټول کړي دي. 

دغه بې کیفیته خوراکي توکي وروسته له هغې راټولېږي، چې د اسلامي امارت تر چتر لاندې د خوړو او درملو ملي ادارې په ټول هېواد کې د بې کیفیته خوراکي او درملیزو توکو په تاسیساتو څارنه زیاته کړې، تر څو د هغو توکو د پلور مخه ونیول شي چې د ټيټ کیفیت او تاریخ تیریدو له امله د خلکو روغتیا ته زیان رسوي.

تړلي موضوعات