تېره اونۍ تر ۱۰۰ زیات کسان په بېلابېلو دولتي ادارو کې په دندو ګمارل شوي

تېره اونۍ تر ۱۰۰ زیات کسان په بېلابېلو دولتي ادارو کې په دندو ګمارل شوي افغانستان
بریالي کسان په اړوندو بستونو کې ګمارل کېږي

د چارو ادارې لوی ریاست ویلي، تېره اونۍ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري تر ۱۰۰ زیات کسان تر ازموینې وروسته په بېلابېلو دولتې ادارو کې په ۳ او ۸ بستونو کې په دندو ګمارل شوي دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه کسان د پوهنې، عامې روغتیا، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاستونو کې خپلې دندې پرمخ وړي.

د یادونې وړ ده چې د ګمارنو دا لړۍ په ولایتونو کې هم دوام لري، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره له کاندیدانو څخه تر ازموینې اخیستلو وروسته د خپلې وړتیا له مخې بریالي کسان په اړوندو بستونو کې ګمارل کېږي.

تړلي موضوعات