د اقلیمي بدلون په اړه د متخصصینو طرحې به د پالیسۍ په جوړولو کې پلي شي

د اقلیمي بدلون په اړه د متخصصینو طرحې به د پالیسۍ په جوړولو کې پلي شي افغانستان
دغه طرحې او نظریات به د پالیسۍ په جوړولو کې عملاً پلي شي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس حافظ عزیزالرحمن په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس په لړ کې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې، سازښت او پالیسي جوړولو په تړاو د کورنیو او بهرنیو استادانو او متخصصینو سره غونډه کړې. 

ښاغلي عزیزالرحمن له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د کورنیو او بهرنیو متخصصینو طرحې او نظریات مهم بللي او زیاتوي، چې دغه طرحې او نظریات به د پالیسۍ په جوړولو کې عملاً پلي شي. 

په ورته مهال له بېلابېلو بهرنیو هېوادونو راغلو استادانو د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په برخه کې د ځنډول شویو پروژو د بیرته پیل غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د اقلیمي بدلون په برخه کې به د افغانانو غږ تر نړیوالو ورسوي. 

دا غونډه وروسته له هغې رابلل کېږي، چې څه موده وړاندې د ننګرهار پوهنتون په افغانستان کې د اقلیمي بدلون په اړه د نړیوال کنفرانس کوربه وه او پکې کورنیو او بهرنیو استادانو او متخصصینو په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغېزو او حل لارو په اړه بېلابېلې مقالې او طرحې وړاندې کړي دي.

تړلي موضوعات