تیره ورځ نږدې ۲ زره ۵ سوه کډوال له ایران څخه راستانه شوي
د کډوالو ستونزو ته رسیدو کمېسیون خبر ورکوي، چې تیره ورځ جمعه د ایران د ورېښمو له لارې له یاد هیواد څخه ۲۴۹۸ افغان کډوال هیواد ته راګرځیدلي دي.
دې کمېسیون ویلي، په دې شمیر کسانو ۴۵ کورنۍ چې ۱۸۲ تنه بیرته هیواد ته راغلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او ايران څخه د افغان کډوالو د ويستلو او راستنېدو لړۍ دوام لري او حکومت ژمنه کړې، چې له دغو کډوالو سره به ښه چلند او ور سره لازمې مرستې وکړي.