ټاکل شوې کندز کې له تاجکستان سره په سرحدي سیمه کې ګډ بازار پرانیستل شي
د کندز ولایت د صعنت او سوداګرۍ مسؤولین وایي، د تاجکستان د ختلان ولایت د سوداګرۍ له مسؤولینو سره یې خبرې کړي، چې په شیرخان بندر کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ګډ بازار پرانیستل شي.
مسؤولین زیاتوي، چې تاجکستاني لوري په سرحدي سیمه کې د ګد بازار پرانیستلو ته لیوالتیا ښودلې او ژمنه یې کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هیوادونو تر منځ سرحدي بازار پرانیستل شي.
په ورته مهال د کندز سوداګر د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ بازار په پرانیستلو سره به په کندز کې پانګونه د پام وړ وده وکړي او د خلکو کاروبار به ښه شي.