په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونه یې لومړيتوب ده

په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونه یې لومړيتوب ده سوداګرۍ او اقتصاد
یاده موضوع به د دې شرکت له رهبري سره هم شریکه کړي

د یون لونګ زیرن چینایي شرکت مسئول ونکسشویه د هرات ولایت اوسپنې پټلۍ رئیس سره په کتنه کې ویلي، د اوسپنې پټلۍ له لارې له سیمې او نړۍ سره د افغانستان نښلول اساسي کیلي ده.

ونکسشویه په دې کتنه په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونه خپل لومړیتوب بللی. په خبره یې، یاده موضوع به د دې شرکت له رهبري سره هم شریکه کړي.

بلخوا په دې کتنه کې د هرات ولایت د اوسپنې پټلۍ رئیس مفتي محمدنسیم محمدي ویلي، په افغانستان کې د کانونو د استخراج ترڅنګ د اوسپنې پټلۍ په برخه کې چینایي پانګوالو ته د پانګونې ښه فرصت برابر شوی، چې دوی باید ترې استفاده وکړي او د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پر پانګونې خپل تمرکز زیات کړي.

د يادونې وړ ده، چې د ياد شرکت استازي هرات ولايت ته د فولادو د توليد په برخه کې د ۳ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د يوې پروژې د سروې په موخه سفر کړی و، چې وروسته به د پانګونې دا کچه تر ۱۰۰ ميليونه امريکايي ډالرو پورې لوړوي.

تړلي موضوعات